کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو نن پنشنبې د وري ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېر کال څه باندې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د بامیانو ولایت له تاریخي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
خبرپاڼه کې د باميانو ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي صفي الله رائید له قوله ویل شوي، د دغو سيلانيانو له ډلې څخه څه ناڅه ١٥٠٠ تنه يې بهرني اتباع دي.
هغه د سيلانيانو د راجلبولو لپاره مشخص پلانونه اعلان کړل ويې ويل: د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په پام کې لري چې د هېواد په لومړي ملي پارک امير بند کې له غوره اسانتياوو سره يو لوکس هوټل جوړ کړي او د دغه پارک لپاره د برېښنا د برابرولو او جوړولو کار پيل کړي.
د ایرنا د خبر له مخې بامیان ولایت چې د ډېرو طبیعي او تاریخي ځایونو په لرلو سره هر کال د زرګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شتون شاهد وي.
دا ولایت د تاریخي ځایونو لکه د بودا دوه لویې مجسمې، اژدار دره، کوهر ګین، چهل برج او لسګونه نور تاریخي ځایونه لري.
د پیغام پای/
Your Comment